
دې وې تل کوه ژړا

ما وې خوله راکـــړه بتا!
دې وې چپ شه بې حيا
ما وې ستا خوله مي دارو ده
ده وې درد مه کړه دوا
ما وې يو نظر خو بويه
ده
وې نه ښېندم کيميا
ما وې زلفي په لاس راکړه
ده
وې هى توبه له تا
ما وې ودي سوم بې اوره
ده وې مه کېداى شيدا
ما وې ولي بېګانه شوې
ده وې پېش نه وم اشنا
ما وې راشه وفا خوى کړه
ده وې خوى مي ده جفا
ماوې ته کړه غماز لري
ده وې نه کړم ستا رضا
ماوې مړ به شم له غمه
ده وې خوښ يم زه بې تا
ماوې زه به بې تا څه کړم؟
ده وې تل کوه ژړا
ما وې ډېر مي دي ژړلي
ده وې ژاړه هنوز بيا
ما وې ستا به يار په څه شم
ده وې ترک کړه ما سوا
ما وې ترک به ما سوا کړم
ده
وي ته شه هم فنا
ما وې عشق به مي فنا کـا
ده وې خوښ به شم په دا
ما وې ورک به پيرمحمد شي
ده وې
بيابه شي پيدا
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-479.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید