صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > ژوندى په تابوت کي

ژوندى په تابوت کي

Hask
يكشنبه 10 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

يو مسافر  په ښار کي پر يوې ټولۍ پېښ سو چي ژوندى انسان يې
په تابوت کي اچولى او د قبرستان پر خوا يې وړي.

په تابوت کي
ژوندى انسان نارې اوچيغي وهي چي زما دي د  الله او د هغه په رسول قسم وي چي زه ژوندى يم،
په والله بالله که مړ يم تاسو ما ولي ژوندى ښخوئ ؟

د تابوت تر شا
څو ملايان بې چرته او بې فکره ورپسي روان دي. يو ځاى يې خلګو ته مخ را واړاوه ويل دا کور
خرابى او ملعون درواغ وايي مړ دئ!

مسافر حيران پاته وو، ناچاره سو  پوښتنه يې ځيني وکړه چي څنګه مړ دئ  هغه خو نارې وهي چي ژوندى يم؟

يو ملا په ډيره سړه سينه مسافر ته کيسه شروع کړه، دا فاسق
انسان يو ډير شتمن تاجر وو بې اولاده وو،  وارث يې نه درلود، څه موده وړاندي په سفر تللى وو.

څلور تنه عادل او خداي پېژندونکي شاهدان و قاضي ته راغلل او
شاهدي يې
اداء کړه چي تاجر مړ سوى دئ.

قاضي يې هم شاهدي قبوله کړه،
او تاجر يې مړ اعلان کړ.

وروسته د ښار يو پاک او سپيڅلي انسان حاجي پير اخونزاده يې ښځه ځان ته په نکاح کړه، مال او شتمني
يې مولوي مجاهد صاحب ته ورسېده.

اوس دا درواغجن تر مرګ وروسته دژوند دعوه
کوي!

حال داچي د يو فاسق شاهدي د څلورو
خداي پيژندونکو او عادلو انسانانو په وړاندي مردوده او نه منل کيږي.


دادى اوس يې د قاضي صاحب په حکم و هديرې ته
وړو چي ژر يې ښخ کړو، ځکه چي دمړي ښخول  واجب دي.

او دجنازې  ځنډول شرعا او عرفا نا روا دي



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-475.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس