صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > افغانستان په لنډو کي

افغانستان په لنډو کي

Hask
سه شنبه 9 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په
مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کي راګير هېواد دى
.

 دا
هېواد، چي پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد
شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې
اريانا او خراسان ځاى ونيو
.

ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني
امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود،
په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په
١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې
پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې
 رسېده
.

د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د
ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه
.

د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :

د افغانستان شمال او سوېل
لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې
دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره ٢٤٣٠ کيلو متره ،
په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤
کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له
تاجکستان سره ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي 
پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤
کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او
پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو
او ٣٩٨ ولسواليو وېشل شوى دى
.


د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

  1. بدخشان
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. کابل
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  1. کونړ
  2. کندوز
  3. لغمان
  4. لوګر
  5. ننګرهار
  6. نيمروز
  7. نورستان
  8. روزګان
  9. پکتيا
  10. پکتيکا
  11. پنجشېر
  12. پروان
  13. سمنګان
  14. سرپل
  15. تخار
  16. وردګ
  17. زابل

د افغانستان ډېموګرافي

ژبې

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږي.

مذهب

په مذهبي توګه د افغانستان ۹۹% سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لدې ډلې څخه
له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي
او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکان او
ډېر کم عيسويان جوړوي

ښوونه او روزنه

په ملي کچه په هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ، د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه
٤٣،١ په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له
۱۰څخه تر ۱۵په
سلو کې ده
.

زنان افغانستان

زنان افغانستان


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/52...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس