صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > غوره وینا: شل غوره ویناوې

غوره وینا: شل غوره ویناوې

lawang
سه شنبه 9 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

هره اوونۍ شل غوره ويناوې

ژباړه/ صدیق الله بدر

غوره ويناوې

۴۱- خواشیني
د يو ښار په څېر دی که انسان ترې کډه وتړي، کولای شي نېکمرغي له سره پیل کړي. (ویکتور هوګو)

۴۲- هر څوک د مينې وړ نه وي. (زیګموند فروید)

۴۳- د ذهن پټ اسرار په هوښيارۍ
رابهر کولای شو. (زیګموند فروید)

۴۴- له نويو فکرونو، تر پوهېدو مخکې،
ملاتړ مه کوئ؛ په شک او تردید ورته وګورئ او حقیقت پیدا کړئ. (دکارت)

۴۵- سیالي تر هغه وخته غوره ده چې د
حسادت سبب نه شي. (دکارت)

۴۶- د ښو کتابونو لوستل، له لرغونو
شرافتمنده انسانانو سره مکالمه ده. (دکارت) 

۴۷- د غوسې دوا خاموشي ده. (سقراط)

۴۸- د یوه ملت د له منځه وړلو لومړی ګام، د هغه د حافظې پاکول دي. (سقراط)

۴۹- وخوره چې ژوندی اوسې خو نه دا چې ژوند
د خوراک لپاره وکړې. (سقراط)

۵۰- د نورو
خپلول، د هغوی پر هيلو پوهېدل دي. (ديل کارنګي)

۵۱- هيله کول شرط نه دی، شرط د
هيلې ترسره کېدل دي. (داوينچي)

۵۲- که تل او پرله پسې کار وکړئ، د ارزونې وړتیا به له
لاسه ورکوئ. (داوينچي)

۵۳- هغه څه چې نقاشي کوئ باید ويې پېژنئ او په اړه يې بشپړه
پوهه ولرئ. (داوينچي)

۵۴- مینه انسان کمال ته رسوي. (میکلانژ)

۵۵- ټول انسانان د انځورګرۍ وړتیا لري، خو ټول بیا حوصله
نه لري. (میکلانژ)

۵۶- ښکلا، د جنت يوه
ډالۍ ده. (میکلانژ)

۵۷-
د هنر ځواک او وړتيا له محدودیته رازېږي او په ازادۍ کې مري. (لیوناردو داوينچي)

۵۸- غوسه ژوند تباه کوي، څوک چې
ژوند ته ارزښت نه ورکوي، وړ يې نه دی. (لیوناردو داوینچي)

۵۹- وزرې کولای شي انسانان د مرغانو په څېر په الواته
کړي او جنت ته يې بوځي. دا له هغو ادبیاتو دي چې وزرې يې په قلم کښل شوي وي.
(ليوناردو داوينچي)

۶۰- انسان محکوم دی چې ازاد و اوسي، ځکه دنیا ته په راتګ د خپلو کړنو
مسوول وي. (ژان پل سارتر)


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-474.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس