صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د کابل پوهنتون ۸۰ کلن تاریخ

د کابل پوهنتون ۸۰ کلن تاریخ

Hask
پنج شنبه 9 می 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

کابل پوهنتون پخپل ۸۰ کلن تاریخ کې له پام وړ پرمختګونو نیولې د سیاسي مبارزو تر مسایلو پورې د ډېرو لوړو او ژورو شاهد و.

په افغانستان کې په ۱۳۱۱ هجري لمریز کال د عقرب/لړم میاشت- په کابل کې د ترکي پروفیسر ریفتي کامل بیګ په لاس د طب پوهنځي په جوړېدو د لوړو زده کړو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون طب پوهنځی په ۱۳۶۰ کال کې جلا پوهنتون شو.

تر اوږدو کلونو وروسته سږ کال (۱۳۹۲) هم د کابل پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره ترکي محصلین د بهرنیو محصلینو په توګه شامل شول.

کابل پوهنتون په تېره یوه لسیزه کې د ډېرو پرمختګونو شاهد و، چې د پښتو او دري ژبو پوهنځیو کې د دوکتورا او ماسټرۍ د دورې پیلېدل یې یوه ښکاره بېلګه ده.

خو ولسمشر حامد کرزي د کابل پوهنتون د ۸۰ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته پخپلو خبرو کې وویل، وویل، تر هغو چې په هېواد کې لیک او لوست او پوهه ډېره وي، هومره به دغه هېواد له ناخوالو او لانجو سره مخامخ وي.

د کابل طب پوهنځی تر ۱۳۶۰ هجري لمریز کال پورې د کابل پوهنتون یوه برخه و، چې بیا وروسته ځانګړی پوهنتون اعلان شو.

دغه پوهنځی د علي اباد د طب روغتون ترڅنګ جوړ شو، چې لومړني اته محصلین یې د کابل ښار د لېسو فارغان وو.

بیا وروسته کابل پوهنتون کې د حقوقو، ساینس، ادبیاتو، شرعیات، زراعت، انجنیري او همدارنګه اقتصاد او ځینې نور پوهنځي جوړ شول.

کابل پوهنتون

کابل پوهنتون د ۱۳۴۴ او ۱۳۵۵ کلونو ترمنځ په سیمه کې یو له هغو مشهورو او معتبرو پوهنتونونو و، چې بهرني محصلین یې هم لرل

د کابل پوهنتون د اداري چارو او پوهنځیو ودانۍ په ۱۳۲۳ کې جوړې شوې، چې په ۱۳۴۳ کال کې د پوهنتون ټولو نویو ودانیو ته پوهنځي ولېږدول شول.

بیا وروسته د پوهنتون کتابتون او د هر پوهنځي جلا لیلیې یا خوب خونې جوړې شوې، چې د ښار بېلابېل ځایونه ورته وټاکل شول.

د کابل پوهنتون چې د مور پوهنتون نوم هم ورکړل شوی، پخپله غېږ کې مشهورو کورنیو او بهرنیو علمي کدرونو ته ځای ورکړ.

کابل پوهنتون د ۱۳۴۴ او ۱۳۵۵ کلونو ترمنځ په سیمه کې یو له هغو مشهورو او معتبرو پوهنتونونو و، چې د کورنیو محصلینو سربېره په کې بهرنیو محصلینو هم لوړې زده کړې کولې.

په داسې حال کې چې کابل پوهنتون ورځې تر بلې پرمختګ کاوه، د کورنیو جګړو پیلېدو سخت ټکان ورکړ.

په کورنیو جګړو کې دغه پوهنتون پر یوې داسې کنډوالې بدل شوی و، چې په رڼا ورځ به پرې تېرېدونکی په کې وېرېده.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه پوهنتون زیاترې برخې ویجاړې پاتې وې، محصلینو لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لرلې او ګڼ علمي کدرونه له هېواده وتلي او یا پر کورونو ناست وو.

کابل پوهنتون

کابل پوهنتون د کورنیو جګړو پرمهال پر یوې کنډوالې او د جګړې په سنګر اوښتی و.

خو د وروستیو لسو کلونو په درشل کې دغه پوهنتون ته پام وشو، چې ګڼو پوهنځيو ته لابراتوارونه او نسبتاً په معاصر ډول جوړ شو.

کابل پوهنتون په ۱۳۹۲ کال د ۱۸ پوهنځیو په لرلو سره ارتقا وکړه، چې دا مهال په کې دوکتورا، ماسټري او لیسانس لرونکي ۷۷۷ استادان تدریس کوي.

د کابل پوهنتون د شپې پوهنځیو په ګډون دا مهال ۲۱ زره ښځینه او نارینه محصلین په زده کړو بوخت دي.

له دغه پوهنتون پخپل ۸۰ کلن تاریخ کې ۶۰۸۵۴ محصلین فارغ شوي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، اوس په افغانستان کې ۳۱ حکومتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې او ۷۵ خصوصي پوهنتونونه فعالیت لري، چې ټول ټال ۲۵۰ زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وویل، کابل پوهنتون د پرمختللو پوهنتونونو له ډلې و، چې د تېرو جګړو،‎ سیاسي سیالیو او جګړو له کبله دغه پوهنتون د علم او پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شو.

نوموړي وویل، چې د هېواد روڼ اندي او لوستي کسان باید د تېرو لسیزو علمي شاتګ جبیره کړي.

کابل پوهنتون

سږ کال کابل پوهنتون کې ترکۍ محصلینې شاملې شوې.

د لوړو زده کړو وزیر وویل: ’’کابل پوهنتون له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی، چې د بېلګې په توګه یې په جوماتونو کې د محصلینو درسي زده کړې، د برېښنا او ترانسپورت نه لرل او په بسونو کې د ازموینې اخیستل د پوهنتون د تاریخ د یوې ډېرې ترخې دورې په توګه یادولی شو’’.

لاسته راوړنې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د نړۍ له لسو معتبرو پوهنتونونو سره یې د افغان پوهنتونونو د کچې د لوړولو لپاره تړونونه کړي دي.

دی وايي، چې د نوي تعلیمي کال لپاره د مشترکو افغان – خارجي پوهنتونونو جوړولو هوډ لري.

همداشان، لکه څرنګه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کریډټ نظام دی، د لوړو زده کړو وزارت هوډ لري، چې افغانستان کې هم د کریډټ نظام جوړ کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړې ده، چې د تعلیم لپاره به راتلونکی کال بودیجه ډېره کړي.

 هدايت الله هميم له بي بي سي پښتو څخه په مننه 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/55...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس