تا چې څه ويلي: د بدر د ژوند کيسې
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
14.00
د
بدر د ژوند کیسې
لیکوال:
فريدون خوځون
یادونه: دا لیکنه د ۱۳۹۲ کال
د ثور په پنځه لسمه نېټه، د قلم نړيوالې ټولنې په هغه غونډه کې، چې د صدیق الله
بدر د ادبي خدمتونو د درناوي په خاطر جوړه شوې وه؛ اورول شوې ده.
*********************************************************************
د
پاکستان په پخواني لومړي وزیر پورې اړوند خبره ده چې د افغان دېرش کلن ناورین لیکل
یو بل نسیم حجازي ته اړتیا لري.
که
څه هم چې هر افغان په زړه کې بلا کیسې لري او د افغانستان د تېر ناورین کیسې په
بېلابېل ډولونو تر یوه حده لیکل شوي دي، خو اوس هم د ډېرو افغانانو په سینو کې
داسې ناویلې خبرې شته چې په اورېدو او لوستو یې د سړي غوني زیږيږي.
((
د ژوند کیسې )) د صدیق الله بدر په قلم او هڅو د هغو ځورېدلو، ربړېدلو او اتلو
افغانانو کیسې دي، چې تر اوسه نه چا اورېدلي او نه هم له دې وړاندې لوستل شوې وې،
چې اوسني عصر ته د تېرو بدو ورځو میراث دی.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-479.aspx