
د هوا خبري

د هوا خبري
وايي چي
یو خان کره سندرغاړي سندري ویلې. نو په هره سندره به خان ورته ویل چي لس لکه دي سوې.
شل لکه دي سوې. هغه بنگله درنه قربان. دا موټر درنه قربان. سندرغاړی خوشاله و، چي
لاړم دخیره میلونر سوم. سهار چي هنرمندان کورته روانیدل. نو سندرغاړی خان ته ورغلئ
چي خان صاحب ماښام چي دي وعدې کړي وې هغه اوس پوره کړه.
خان ورته وويل د څه شي وعدې؟
سندرغاړی
ورته وايي .هغه ما چي سندري ویلې او تاسو موټر او بنگلې راکولې. خان ورته وخندل.
تا هم
بادول کول .ما هم بادول وکړل..
ستا سندرې هم هوا ته ولاړې زما خبري هم.
په مخه
دي ښه
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/57...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید