اخر مي وژړل

Hask
چهار شنبه 19 جون 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

په څلور کلنۍ کي مي پلار
ټینګه چپلاخه راکړه ستونی مي را ډک سو، خو ومي نه ژړل
، په اوه
کلنۍ کي ئې په تانده لښته ووهلم، بدن مي ډیر درد وکړ، خو دې درد ته هم ټینګ سوم،
بیا مي هم ونه ژړل

په لس
کلنۍ کي نور د پلار له وهلو او ډبولو سره عادت سوی وم هر څومره چي به ئې
ووهلم،ووهلم ژړا مي نه ورته را تله
 

په
پینځلس کلنۍ کي به په هره وړه خبر په غوسه کېده، په لاس کي چي به ئې هرڅه وه په
هغو به ئې وویشتم، بیا مي هم نه ژړل
.

په شل
کلنۍ کي ئي هم ووهلم، له پلار سره مي بیا هم مینه وه هغه بیا هم د تل په څېر
همدومره را باندي ګران و
.

تیره
ورځ چي زه پینځه دیرش کلن وم پلار مي بیا ووهلم، دا ځل مي زړه را ډک سو، ستونی مي
غریو ونیو ومي ژړل ، ومي ژړل دومره مي وژړل چي اوښکي مي په ګریبان را تويي سوې،
له دي
امله نه چي پلار مي ولي ووهلم، بلکي په دې مي وژړل چي د پلار په لړزیدلو لاسو نو کي
هغه د تیر په شان زور نه وو پاتي


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/58...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس