
د پراخولو په پلمه د ورانولو چاري
د العالم خبري رسنۍ په حواله د کعبې شريفي د مسجدالحرم د
پراخيدو چاري د عثماني دورې د حرم او پخواني حرم په نړو سره پيل سوي دي.
ددې تاريخي او قديمي برخي په نړولو سره ځيني سخت په غوسه دي چي ولي يې د مسجدالحرام عثماني
او تاريخي برخه له منځه يو وړل.
د مسجدالحرام د ختيځي او شمالي برخي د نړولو وروسته د پراخولو چاري په خورا ګړنديتوب سره پر
مخ درومي .
عبدالرحمن السديس چي مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو لوى رئيس دى وايي چي د حرم شريف د
پراخيدلو چاري د نقشې مطابق پر مخ ځي او ٢٤ ساعته کار پر روان وي، چي ددې سره به د
زيارت کونکو او حاجيانو لپاره ډيري اسانتياوي را منځ ته سي.
د سعودي وهابي رژيم چي د
مقدسه اماکنو د منځه وړلو لړۍ ئې له ډيره وخته را پيل کړې ده داسي ودانۍ او مقدسه
ځايونه له منځه وړي چي قدامت ئې سلونو کلونو ته رسېږي، دا لړۍ چي دوې لسيزي وړاندي
پيل سوې ده تر اوسه ئې تقريبا ٩٥ سلنه ځايونه تخريب کړي او له منځه يې وړيدي.
د مسجدالحرام تر پراخيدلو وروسته نقشه

آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/59...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید