صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > غوره بيتونه

غوره بيتونه

Hask
شنبه 13 جولای 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د ځوان ډاکتر ښايسته شاعر او تکره ليکوال

ښاغلي
احسان الله درمل خوښ کړي بيتونه


کوږ
فکر تنها نه وي په ټیټو کې
ډیرې کږې لارې خو غر هم لري


استاد پسرلی

اوړي
هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي پر څانګه ثمر پیټی شي
استاد پسرلی

ژړا
مدام نه وي پیشه د ټیټو
اکثر له غرونو نه چینه راوزي
استاد پسرلی

چاوې
چې ژړا دی د کمزوري کار
وریځو هم له غرونو سره وژړل
استاد پسرلی

حاسد
که هر څو وولي شهکار اثر په تیږه
ماتیږي نه د لمر د پلوشو وزر په تیږه
ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم
چې پڅې چړې خلک تیروي اکثر په تیږه
له لاسه دروتلي زړه ته مه ګوره په کرکه
ګوهر دی ماتوي به لیوني ګهر په تیږه
دښمن د انسانیت په پسته نرمه نه پوهیږي
د مار او د لړم نشته علاج مګر په تیږه
استاد پسرلی

ادمه
سوز و ساز دې د نغمو مه کینوه
دا چاوې چې نغمو کې دې درخو مه کینوه
ښایست خو څه مجبور نه وي یا هو وایه یا نه
د هرې جملې پښو ته یوه خو مه کینوه
استاد پسرلی

هغه
رهبر ندی راځئ چې په جمرو یې وولو
چې د ابلیس غوندې له خپلو اسرو نه راوزي
استاد پسرلی

هر
څه چې و موږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
استاد پسرلی

ورک
حواس د ورکو د ستم له زوره مه پوښته
سوې ځالې ګوره نور یې حال له اوره مه پوښته
استاد پسرلی

ما
چې لکه ګرد د خپلې خاورې لمن پریښوده
پریږده چې هر څوک مې له غباره لمن وڅنډي
استاد پسرلی

ژوند
که دې شا کړه پسرلیه ږدې منت په چا؟
ځګ به څه په بحر باندې خواره لمن وڅنډي
استاد پسرلی

پنډه
د غمونو په سر بیرته وړم
تاته سپمولی نظر بیرته وړم
څوک د مرغلرو پیژندوی نه وو
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي ماذدیګر بیرته وړم
استاد پسرلی

په
موږ که قیامت وي د دنیا یې باندې څه؟
هوسۍ که مري که پایي د صحرا یې باندې څه؟
استاد پسرلی

اوږد
مې زنکدن کړ تصور د وفادار حسن
دا مې لکه شمه لمدې سترګې سر ته ناسته وه
استاد پسرلی

شپو
ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښکاري زمانه هم پسرلیه شر ته ناسته وه
استاد پسرلی

ما
درپورې زړه تاړه چې خپل دې وم
سیوری دې اوس مه پریږده په لارو کې
استاد پسرلی

که
ور راخلاصوې که نه، ځواب خو راکوه مه
نه لمر یم او نه سیوری چې هر در ته به دریږم
استاد پسرلی

عادت
مې لکه عطر جاریدل دي له ګلونو
ملا نه یم، چې خپل خپاره څادر ته به دریږم
استاد پسرلی

زړه
چې دې تش نکړي نارواوو نه سجده نه شوه
زه چې منم بس په عابدانو کې مینا منم
استاد پسرلی

یو
که راته ښه ووایي سل به مې مرتد ګڼي
هر سړی په بیله لاره ځي زه به د چا منم
استاد پسرلی

یوه
د زړه خبره نه په دیر نه په جومات کې وه
څه به پسرلیه د راهب او د ملا منم
استاد پسرلی

شیخ
د جنت مزې ستایلې او زه فکر یووړم
مینه به نه وي، لکه بحر خیټه خوله به یم زه؟
استاد پسرلی

بیرته
راغلم چې مستي هم له یارانو سره خوند کړي
په جنت کې د شرابو یوه ویاله وه نور څه نه وو
استاد پسرلی

حسن
او مینه د یو بل څانګې ریښې دي
راته مه وایه، چې زه چیرته او ته څوک؟
استاد پسرلی

اخر
یې عشق دومره حساس کړمه چې ناز یې اورم
که په حیا یې رنګ هم الوزي پرواز یې اورم
استاد پسرلی

دې
یو ته په زندان کې او د بل د ګور د پاسه
یم شمه د مقتول او د قاتل لپاره سوځم
استاد پسرلی

د
لویو غرونو خوا کې هم وي خوړې ګړنګونه
کامل مې پیدا نکړ د کامل لپاره سوځم
استاد پسرلی

دا
سپینه سپوږمۍ هم لواړې کاواړې ده چې ورشې
ښکاریږي ډیر کاږه سړي ته سم له لیرې لیرې
استاد پسرلی

نه
زوړ منطق چلیږي یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
استاد پسرلی

که
مراد ځوږ وي، له زړو ژرندو هم ځوږ راخیژي
د ژوند نغمه د خوند لپاره هنرور بدلوي
استاد پسرلی

لاړې
زه دې یو عالم الم ته تنها پریښودم
ګوره دا دې چاته لکه پل په صحرا پریښودم؟
استاد پسرلی

هر
تور تومت چې ګورې په کمزور ورتپل کیږي
په ماته خوله به څه وایو، چې یار! داسې نه و
استاد پسرلی

خدای
خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل
مار او لړم هم تیروي ژمی په غارونو کې
استاد پسرلی

نه
زړه د شکایت لرم نه خوله د حکایت
یم هغه نری تار چې مرغلرو وي خوړلی
استاد پسرلی

ذوق
او غوښتنې هم د ګټو په پله پلونه ږدي نن
د ډم ودونه په زړه اوري د ملا جنازه
استاد پسرلی

هر
جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتیږي
چې زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
استاد پسرلی

مینه
کې چې وکړي څوک اودس پخپلو اوښکو
مونځ یې ادا کیږي په ولاړه لکه شمه
استاد پسرلی

ماسکه
ویل پاس د پرښتو په عرش کې غونډه وه
ته وې د حیا خوله پرته د تا په ټنډه وه
اوښکه مې د حسن جلوې تویه کړه له سترګو نه
ما چې ویل چیرته د لویدلي ستوري منډه وه
تا ویل چې بیا به سره ګورو د محشر په ورځ
جوړ په ما قیامت شو که رښتیا وي وعده لنډه وه
استاد پسرلی

لوی
خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک خمونه ګوره له مینا او جامه ها پلو
استاد پسرلی

زړه
دې، ورته وایې خوشبیني که کمزوري د عشق
سل ځله دې تیر ایستمه زر ځله دې بیا منم
استاد پسرلی

د
کومې ونې سیوری وبولم د امن سیوری
په غوښ خورو ونو کې خپلو تنها پرییښودمه
د دیوالونو په چولو کې ږدي توی شوي ویښته
زه هم په سمڅو کې بیدردې دنیا پریښودمه
استاد پسرلی

رنګ
او ښایست ندي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې دي خو ښکلا نلري
استاد پسرلی

اور
اوبه وو دواړه خو چې مینې بله شمه کړو
زه هم نه پاتیږمه که تا له یاده وباسم
استاد پسرلی

ځې
چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې
ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې وې
استاد پسرلی

ذهني
کجي د عملي کجروۍ لار پرانیزي
د تیر په شان به کږیدم چې په کمان پسې تلم
استاد پسرلی

نورو
پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
استاد پسرلی

یو
ځلې خو له ما وکړه اوله بسم الله
ساقي ګوره له وېشه دې مدام پاته یم
استاد پسرلی

شمې
که سیالي د سوځیدلو وي
دا لیونی زړه هم تر چا کم ندی
استاد پسرلی

هر
زړه ته الهام د مینې نه ورځي
هر سړی چې جام ولري جم ندی
استاد پسرلی

د
عمر په وروستو لمحو شوم دومره قدر پوی
په داسې زینو وختم چې بام نلري
استاد پسرلی

ما
وې چې بیا به نکوم د حسن بنده ګي
زر ځلې مې توبه پدې ثواب ماته شوه
استاد پسرلی

دا
سپین ویښته تر سپینو تروو نه وو دومره کم
پیري راغله نشه مې د شباب ماته شوه
استاد پسرلی

درپسې
ستورو هم را ایستي له درڅو سرونه
څنګه په دومره ګڼه ګوڼه کې زه تا ووینم؟
استاد پسرلی

نقاشه
ټوله رنګونه ګډ وډ وشینده دیوال ته
شاید چې څه خو ورته شي زما لیوني خیال ته
استاد پسرلی

ما
د یو دیدن لپاره ژوند قبول کړ په ساړه زړه

بار
د ډیرو یخو واورو د چینې لپاره غر وړي

استاد
پسرلی

راغلې
چې غمونه مې د زړه واخلې
غر د خوځيدو نه وي غر چیرته وړې؟
استاد پسرلی

درد
مې سوي زړه ته په بانه راځي
داسې مصیبت دې په چا نه راځي
استاد پسرلی

 له تاند نه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/59...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس