
د چا احترام کوو او و چا ته په سپک نظر ګورو!

وايي چي
يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ ئې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې
سپو ته به ئې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کي خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير زندان
ته ولېږئ چي سپي ئې وخوري، وزير ورته وويل، پاچا صاحب ستا مي لس کاله خدمت وکړ، لس
ورځي اجازه راکړه، بيا چي دي څه خوښه وي، نو ويې کړه، پاچا لس ورځي اجازه ورکړه،
وزير د سپو ساتونکي ته ورغلئ او ورته وئې ويل، ما لس ورځي پرېږده چي د سپو خدمت
وکړم، وزير پوره لس ورځي سپو ته خواړه تيارول او د هغوی خدمت ئې کاوه، پاچا لس ورځي
وروسته وزير راووست او سپي ئې پرې راخوشي کړل، سپو ئې پښو ته غپل او هيڅ ئې ورته
نه ويل، پاچا وويل، د سپو سره دي څه کړي دي؟ وزير ځواب ورکړ چي د دې سپو مي لس ورځي
خدمت وکړ اوس راته څه نه وايي، خو افسوس چي ستا مي لس کاله خدمت وکړ، خو درباندې
معلوم نه سو، پاچا سر ټيټ کړ او وزير ئې معاف کړ.
زمرى چي زموږ ژوند ته خطر پېښولی سي، نو په درنه ئې يادو، خو سپى چي موږ
ساتي په سپکه ئې يادو، له چا چي وېرېږو درناوی ئې کوو، خو چي خدمت مو کوي، نو په
سپکه ورګورو .
د ناديې توخي څخه په مننه
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/62...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید