
شعر: ښځه
ویناوال: صدیق الله بدر
ښځه
ټوله ورځ ستړې ستومانه
ټوله ورځ يې غم د کور وي
ورځې ورځې توپاني دي
هره ورځ يې زړه ختلی
خپل اولاد ته
خپل خاوند ته
چې له کوره بهر وځي
چې بیا کور ته راستنېږي
هره ورځ يې له سهاره تر ماښامه
له ماښامه تر سهاره
دا دعا وي
چې يې خدا سرتوره نه کړي
چې د بورې غږ پرې نه شي
....
.....
......
ښځه څومره ښه مخلوق دی
ايينه د ژوند او مينې
۱۳۹۲.۱۲.۱۷
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/575

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید