
يوه اشتباه او دوه باوره

يوه اشتباه او دوه باوره
دوه
ناروغان ډاکټر ته د درملني لپاره ولاړل. ډاکټر ددوی د ازمېښت پایلي دوی ته په یوه
لیک کي ولېږلې.
یوه ته ئې ولیکل چي روغ رمټ دئ او هيڅ ډول روغتیايي ستونزه نه
لري او بل ته ئې ولیکل چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده، که څه هم ګټه نه لري خو بیا
هم د څه وخت لپاره غرنۍ سیمي ته ولاړ سه.
روغ کس ته دا لیک ورسېده چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده او د
ژوند شېبې ئې پای ته رسېدلي دي. ده هم سسته ونه کړه، بار و بستر ئې وټړل او په سفر
روان سو، څو ورځي وروسته په حق ورسېد او مړ سو.
ناروغ ته هغه لیک ورسېده چي هېڅ ډول ستونزه نه لري بلکي رک روغ رمټ
دی. ناروغ څو ورځي وروسته روغ جوړ سو او ژوند ته ئې دوام ورکړ.
باور دومره ښکلې کلمه ده، چي د هر چا خوښېږي
او
د انسان لپاره د هيلو مړه کېدل ، رښتينى مرګ دئ-ناپليون
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/634

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید