
احمق څوک دی؟
وايي چي يوه ورځ چرچيل* په داسي تنګه کوڅه تېرېده چي په اسانۍ سره د دوهم نفر د تېرېدلو شونتيا
نه وه. په همدغه وخت کي دده يو سرسخت سياسي سيال له مقابل لوري راروان وو. خو چي کله
سره نژدې سول، سيال ئې نه غوښتل چي لاره پرېږدي، چرچيل ته ئې مخ کړ او وئې ويل: زه
به هيڅکله ځان څنډي ته نه کړم څو يو احمق سړی دي زما تر خوا تېر سي.
چرچيل په داسي حال کي چي ځان ئې څنډي ته کاوه او غوښتل ئې چي
هغه ته لاره ورکړي، وويل: خو زه دا کار کووم!
*چرچيل
(٣٠ نومبر١٨٧٤-٢٤جنوري١٩٦٥) دبرتانيې لوى سياستمدار نامتو شخصيت او په دوهمه
نړيواله جګړه کي د برتانيې لومړى وزير وو.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/638

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید