
شعر: غزل
ویناوال: صدیق الله بدر
غزل
اوس خپــــه يم اوس هغه راسره نشته
په تیـــــاره کــــې یم ډېوه راسره نشته
هېر مې نـــه دی ته لږ صبر رايادېږي
آييـــــــــــــنه يــــم حافظه راسره نشته
چې راتلـــــمه لاره دومره اوږده نه وه
اوس چـــــې ځمه حوصله راسره نشته
د خيال پيغلې به د شعر کوڅې ته وځي؟
سوی غــــږ يــــــــم بنجاره راسره نشته
چې په ټکنـــده غرمه کې کوڅې غواړي
دا به وايي چــــــــــې سايـه راسره نشته
يار چې راغی انتظار بدر ته موسک شو:
چې دې خـــــــوږ يم اندازه راسره نشته
1393,2,17
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید