
شعرونه: لنډکي شعرونه
لنډکي شعرونه
غچ
یوازیتوب؛ په خيال کې ډېر درسره وغږولم
راځه له هغو شېبو غچ واخلو
اوس راته ته غږېږه
۱۳۹۳.۹.۲۲
«««««««
يو بيت
مينه کې مې يخ وهلی زړه د غوسې اور ته کړه
کور کې چې په مړي شپه راځي خلک يې تود ساتي
۱۳۹۳.۸.۲۷
«««««««
پېښه
پېښه د تلو دې ګورې!؟
دا سنا د غږ د انګازو پياله په سر اړوم
غواړم بېخوده اوسم
د خپل زړګي د پېغورونو په ښاريه کې د غږ
1393,8,28
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید