
شعرونه: دوه لنډکي شعرونه
دوه لنډکي شعرونه
زه
عشقه زه یم عشقه زه یم
بس یوازې خپله زه یم
پلو لرې کړه له مخه
تنهايي ته مې
جامه د تنهايي په غاړه کړې
زه مې سیوری غږومه
ټوله لاره خپل تکرار یم
۱۳۹۳.۱۰.۶
««««
ته او زما شاعري
پوهېږې ولې
زما خپله شاعري خوښېږي؟
پوهېږې ولې
شاعري کې مې سکون مومم؟
پوهېږي ولې
غوغا نه غواړمه
او دمه کېږمه د توریو غږ ته
دې د سکون او د چوپتیا سیوري کې
ته راښکارې.
۱۳۹۳.۱۰.۳
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید