صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: یو څو لنډکي شعرونه(د مرغومي ۲۱مه)

شعرونه: یو څو لنډکي شعرونه(د مرغومي ۲۱مه)

lawang
يكشنبه 11 جنوری 2015

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

یو څو لڼدکي شعرونه

 

یوه بده

یوه بده درته وکړم؟
ډېره بده مې خوښېږي

۹۳.۱۰.۲۲۱

«««

 

تېښته

غواړمه وتښتمه
له خپله ځانه
له خپل زړه
له خپله ذهنه
***
چې مې له ځان سره شم
نو مې د ځان نه یمه
زړه ته مې ګورمه چې
په يوې ورکې پسې
ورک وي رانه
ذهن مې سم لېونی کړی یمه
د ځان او زړه پل صراط کې درولی یمه
***
غواړمه وتښتمه
خو لاره نه راښکاري
زه د خپل ځان
زه د خپل زړه
او د خپل ذهن
بندي پم بندي
۹۳.۱۰.۲۱

«««

 

زما جنازه

نن د خپلو ارمانونو جنازو ته
یوه خواره شان اوږه یم
سبا وینم
راته کټ د ارمانو وي

۹۳.۱۰.۲۰

«««

 

زه او سیوری

زه مې سیوری
سیوری مې زه یم
کله کله
چې خپل سیوری لټومه
دا پوښتنه مې له ځانه ځنې وکړم:
زه هم شته یم؟

۹۳.۱۰.۲۰

«««

 

لټون

لټوې مې؟
هسې نه ورکه نه شې
زه مې په ورک زړه کې
په يوې ورکې پسې
ورک یم اشنا

۹۳.۱۰.۱۷

«««

 

ويښه

سم له ماښامه سره
دوې کوترې والوتلې
او د شوګير د بام د شپې
ډېوې شوې

۹۳ د مرغومي ۱۶


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس