
شعرونه: څو لنډکي شعرونه(د دلوې لومړۍ ۹۳)
څو لنډکي شعرونه
غرور
مرګه چې غره نه شې
ژوند له تا نه ښکلی دی
خو ستړی دی
۹۳.۱۱.۱
«««
باران
باران رایاده کړلې
خو ته نه يې
چې درته ووایمه
مه ځه دلته شپه وکه
پاتې شه باران دی
۹۳.۱۱.۱
«««
وېره
وچه څله
وچه تېرېږي
زړه مې درزېږي
وېرې چړې پرې تېروینه
زه خو عادت یم
چې ټول خوبونه مې خپل
پېغلې چينې ته تېرومه
۹۳.۱۰.۳۰
«««
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید