
شعرونه: شعرونه
شعرونه/ صدیق الله بدر
د غږ سیوری
غږ دې
په رګ رګ کې
د وجود مې شين دی
غږ دې
بې غږوغوږه
د چوپتیا سيوري ته
سندره شوې
غږ مې ويده دی ورته
غږ دې پر خپل شتون مې اشنا
بې باوري راکړې
غږ دې والله
بې غږه کړی یمه
۹۳.۱.۲۴
«««
خوب
که وېروونکی هم وي
پرېږده خپل خوب مې یمه
ډېره موده کېږي چې
هغه مې ويښه کې هم
لېدلې نه ده.
۹۳.۱.۲۴
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید