صفحه نخست > کارتون > طنز روز > جنــــرال حمــــید گل در یک مصــاحــــبه تلــویزیونی گفــت که مولوی (...)

جنــــرال حمــــید گل در یک مصــاحــــبه تلــویزیونی گفــت که مولوی حقـــــانی و گلب الــدین حکمتـــــیار مانــند او پاکســــتانی اند !

شمس الحق حقانی
دوشنبه 10 اكتبر 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

Album 02 - Picture 0144

جنــــرال حمــــید گل در یک مصــاحــــبه تلــویزیونی گفــت که مولوی حقـــــانی و گلب الــدین حکمتـــــیار مانــند او پاکســــتانی اند

.............................

چرخ فلک چه کجرو و گیتی چه تند خوست ، داستان پراز نشیب و فراز سرگذشت زندگی جنرال حمید و گل و پسرانش واقعاً از تند خویی و بیرحمی این چرخ فلک حکایت دارد.
در عنفوان جوانی جنرال حمید گل که آنموقع در فوجی پاکستان فقط یک خورد ظابط ساده بود خداوند به وی دو پسری بنام های جلال الدین و گلب الدین عطا کرده بود که در اثر بروز جنگ های داخلی شبه قاره هند بزودی از محبت پدر محروم گشتند.
جلال الدین و گلب الدین درهمان طفولیت اطفال بسیار شریر و مردم آزار بودند که همسایه ها از ویرانکاری و شرارت ایشان لحظه ای آرام و قرار نداشتند ، گلب الدین همیش غولک در گردن داشت که شکستاندن شیشه های کلکین خانه های قریه یگانه تفریح و سرگرمی او بود و جلال الدین با استفاده از فلخمانی به کشتن و مجروح کردن حیونات ده روز را به شام میرساند.
زمانیکه شعله های جنگ خانمانسوز هندو و مسلمان قسمت های زیادی از شبه قاره هند را به آتش کشید و جلال الدین و گلب الدین از بخت بد مادر مهربان شان را درین جنگ از دست دادند لهذا ایشان مجبور گشتند برای نجات از خطر مرگ بسوی افغانستان فرار کنند.
جلال الدین در مناطق مرزی افغانستان در نزدیکی های ولایت کنر در مسجدی به شغل کلینری ملای مسجد مصروف گشته و ازان راه تامین معشیت میکرد و برادرش گلب الدین روانه کندوز و بغلان شده و در آنجا مدت به شاگردی قصاب منطقه مشغول گشته و بعداً به مصروفیت های دیگر پرداخت.
خوب هردو از خطر مرگ نجات یافته بودند و یک لقمه نان تر و خشک هم برایشان میسر میگشت ولی بیشتر از همین لقمه نان امید دیگری از روزگار نداشتند تا اینکه باد شد و باران شد و خدا مراد خوشه چین را داد.
خرس قطبی به افغانستان تجاوز نظامی کرد و امریکا در صدد انتقام برآمده هر دستیکه بر ضد روس بالا شد او را مسلح کرد ، بازار ارتجاع مذهبی چوک شد و دوکانداران دین و تیکه داران اقوام بکار آغاز کرده به تولید مجاهد نما ها پرداختند.

جلال الدین و گلب الدین نیز که آوازه معدن طلا و الماس را در میهن آبایی شان شنیدند شبهنگام براه افتاده و صبح صادق خود را در صدر بازار پشاور رسانیده و فوراً با دریافت دالرهای امریکایی دوکانهای برایشان باز کرده و با فروش متاع دینی بکار آغاز کردند.
بیاری خداوند و برکت امتعه اسلامی و سعی و تلاش خودشان در مدت چند سال از دوکانک غرازه به سوپر مارکیت و شرکت های سهامی بزرگ با درآمد سالانه بیشتر از ملییارد ها دالر رسانیدند .
تحولات سیاسی در افغانستان به رونق بازار آنها افزوده و حالا گلب الدین بعد از مرگ برادرش با فرزند او سراج الدین حقانی از بزرگترین تولید کنندگان و صادرکنندگان لوازم انتحاری از قبیل کمربند های انتحاری ، واسکت های انتحاری ، دستار های انتحاری ، بازو بند های انتحاری در منطقه و جهان می باشند.
پدر که درین سالهای متمادی به علت کثرت گرفتاری ها و فشار مسؤلیت های نظامی نتوانسته طور شاید و باید وظیفه پدری را انجام دهد حالا برای جبران این کوتاهی تصمیم دارد پاکستانی بودن فرزندانش را به اثبات رسانیده و از آن طریق آینده درخشان را در فردای افغانستان برای فرزندان دلبندش فراهم سازد.

با تقـــــــــديم حــــــــــــرمت
حقــــ(شـــمس الحــق)ــــانی

http://haqani.funpic.de

http://www.facebook.com/pages/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • نویسند به سواد!

    کابل پرس? عزیز ! ضرور نیست که هر روز اخبار جدید داشته باشی‌، کم کم از لا و لهب دست بردار، وقت هیچ نمیدانی خامشی برای خودت بیهترین شرط است. نویسندا عزیز بزرگان گفتا که(

    خنده رسوا می‌کند پسته به مغز را

    چون نداری در مایه از لاف سخن خاموش باش

    دیگر می‌فرماید

    حرف شنیدن پرده پوش و حرف گفتن پرده در باشد

    از آن عاقل که گفته به (بهتر) از گفتار خاموشی را

    شاهرخ.

    • شاهرخ جان !
      نویسنده بیسواد !! پسته بی مغز !!
      اگر از گذاشتن کامنت بالا هدف تان کوبیدن جناب حقانی باشد غلط ( ایرانی ) کردی جان برادر....هیج فکر نکردی که میله تفنگ را بطرف خود نشانه رفتی ؟
      قسمیکه دیده میشود نه سواد داری ونه مغزی.نوشته تو به کثاقتی میماند که هر چه زود تر زیر خاکش کنی بهتر.

  • دپښتومشهور متل دې :«چی څه کرې هغه به ریبې»، دپاکستان د (ISI)یا نظامی استخباراتو پخوانې مشر متقاعد جنرال حمیدګل د افغانستان په اړه ډیری په زغرده او په ډاډه زړه څرګندونی کوي اوخپل آند دهیچا څخه نه پټوي . نوموړی په افغانستان کی د روسانو دماتی او دشوروی امپراطورۍ د له منځه تللو په وخت کی د پاکستان د ځواکمنی فوځي استخباراتي ادارې مشر و ، او په کابل کی دکمونست رژیم دراپرزیدو نه مخته یی په پاکستان کی دمیشتو مجاهدینو دقیادتونو سره دخپل کاري تړاو په اساس ډیر نزدی اړیکی درلودل . هغه د روسانو ماتی دخپل ځواک یوه نښه ګڼی ، او په دی آند دې چی په افغانستان کی دکمونست رژیم د له منځه تللو او دشورويانو دفوځونو په ماتی کی یی د نورو ادارو ترڅنګ ډیر مهم رول لوبولی، نوپه دی لاره کی ورته باید دیوه اتل شخصیت په سترګو وکتل شي.

    په دی څو تیرو ورځو کی جنرال حمیدګل د امریکایانود فوځی ماتي په اړه په پرلپسی توګه وړاندوینه هم کوي اوپه پوره جرئت سره دامریکایی فوځونو په لاسو د افغانستان اشغال غندي .دطالبانو په ملاتړ اودهغوی دمشرانو په نمایندګۍ هم کله کله خپله خبره نه پټوی .

    په دی وختو کی ښاغلي جنرال حمیدګل دپاکستان په ګډون د نړۍ د مشهورو اومهمو تبلیغاتي ارګانونو د توجه وړ ګرزیدلی . په ځانګړې توګه په دی ورځو اوشپو کی چې د مولوی جلال الدین حقاني مجاهدین د امریکایانو دسختو ګذارونو لاندی دی او دهمغوي دځپلو په خاطر امریکایانو په پاکستان باندی فشار راوستی تر څو دهغی دډلې په خلاف هلته په پاکستان کی فوځي عملیات پیل کړي اودا شبکه له منځه یوسي، خو دپاکستان نظامی مقاماتو د امریکایانو ددی امر د منلو څخه انکار کړې او ویلی دی چی دحقانی شبکی سره یی اړیکی د سولی د راوستلو په لار کی دمرستی په خاطر دی اوهیڅکله به دهغوی په خلاف په پاکستان کی نظامی عملیات و نه کړی . دغو نظامی کړیو دا ډاګیزه کړی ده چی نه غواړی نور هم افغانان دخپل ځان دښمنان کړي . خو دا چی دپردې تر شاه څه لوبه روانه دهمغو لوبغاړو پرته یی هیڅوک په حقیقت نه پوهیږي.

    امریکایان چی اوس په افغانستان کی ددی تاریخی اوږود ملاماتونکی جنګ څخه په تنګ راغلی اوپلان لري چی ددی هیواده خپلی پښی سپکی کړی ، غواړي دخپلی ناکامۍ دغه بار په پاکستان ور واوړوي او پاکستان په دی و ځپي چی ګویا د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ د پاره د راولاړ شوي غورزنګ تر شاولاړ دې او ددوه مخیزه پالیسۍ څخه کار اخلي . حال داچی دپاکستان دوه مخیزه پالیسی اوسنۍ نه بلکه هماغه دانګریزانو نه راپاته پالیسی ده چی دغه نوي نسل هم خپله کړی ، دوی یی هم په لوټه وهي او هم په سټک . خو تاریخ ګواهي ورکوي چی هر استعمار او نیواکګردخپلو پرلپسی ناکامیو دپټولو له پاره ، کله چی دیوی سیمی څخه خپل ځواکونه باسي نو هغه سیمه د قومونو ،ژبو اویا مذهبونوترنامه لاندی ویشي اوهیڅکله هم دسیمی خلک په یوه ټغر راټول نه پریږدي. دانګلیس تاریخ همدا اوس زمونږ تر مخه دې.

    امریکایان هم دخپلو ناکامیو دپټولو له پاره ، داوسنیو خپرنیزو راپورونو په بنسټ ، دخپل بي او سي پلان له مخی غواړی د سیمی جغرافیه بدله کړي . انګلیسان وایی چی د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به دپښتونستان خوب ریښتیا شی . یعنی دپاکستان د تجزیی نه به دپښتونستان په ګډون څو نور نوي هیوادونه هم را وټوکیږی ، په دی توګه به افغانستان هم ټوټه ټوټه شي او پښتانه به دپښتنو سره یو ځای شي ،پاته هیواد به د شمالی افغانستان تر عنوان لاندی د شمال د ټلوالی تر کنترول لاندی ، دروس او ایران ، د پوره ډا‌ډمنۍ په خاطر اداره او کنترول شي . ایران به هم د بلوچو او کردانو برخی له لاسه ورکوی ، ازاد کردستان او ازاد بلوچستان به منځته کیږي ..... په دی اړه د ایران امنیتي چارواکي دادی وړاند وینه کوی چی د ایران د ولسمشر احمدي نژاد او دهغه هیواد د روحاني مشر خامنه اي ترمنځ اختلافات او د سني مذهبه ډلو په خلاف دهغوی سخت دریځي دی ځای ته رسیدلی ده چی په ایران کی به دڅو میاشتو په دوران کی دا نظام ختم او اغتشاشات به را پیدا شی چی شونی ده د ایران په ویش باندی پای ته ورسیږ ي او دا هغه څه دی چی په کابل کی یی د انګلیس سفیریی په اړه سوچ کوي .

    دهمدی سوچونو او آندونو په بهیر کی هر سیاست پوه هڅه کوی د بل نه په خپلو وړاند وینو کی مخته شي ، ځانته نوي دوستان او انډیوالان راپیدا کړي . بریښنایی خپرونې هم دخپلو خپرونو د په زړه پورې کولو په خاطر د یو لړ داسی خلکو د آندونو پسې ګرځي چی ددوې دخپرونو تجارتي مارکیټ پرې سربه کیږی . په دی اساس جنرال حمیدګل هم ، چې په افغانستان د شوروي دسرو لښکرود وحشیانه یرغل په وخت کی په پاکستان کی د یوه اداري ځواک خاوند و، دغسې پروګرامونو ته رابلل کیږي . دغه متقاعدجنرال د پاکستان میشت دنیا تلویزنی شبکی سره په خپلو خبرو کی دحقانی د نیټ ورک د پوښتنی په اړه د پوښتونکي اصلي پوښتنی ته د ځواب دویلو په ځاې په تبصره کی وویل چی : «د جلال الدین حقانی سوچ بلکل پاکستانې سوچ دې، دجهاد په وختو کی ،کله چی زما زامنو عمر او عبدالله غوښتل افغانستان ته د جهاد له پاره ولاړ شي نوما هغوی ته مشوره ورکړه چی دحقانی صیب سره ولاړ شي .حقاني صیب زما هومره پاکستانی دې ، حکمتیار دې که حقاني ، دهغوې په اړه زه په وثوق سره ویلې شم چی هغوې هومره پاکستاني دی لکه څومره چی زه یم ....؟»

    داڅرګنده نه ده چی جنرال حمیدګل به دا خبري په کوم بنسټ او یا په کوم ارتباط کړي وي . ایا هغه غواړي د دې لارې خپل ولس ډاډ من کړی؟ او که غواړي د افغانانو سره خپله پخوانۍ دوستي د خپل قوم اوولس تر مخ کیږدي ؟ اویا غواړي چې په دی توګه نړیوالو ته دافغانستان په اړه خپل اتلوالې را ډاګیزه کړي ؟ او یا ......یا...؟

    په دی کی شک نه شته چی جنرال حمیدګل به دافغانستان د مجاهد ولس سره د شوروي د زبرځواک د بربنډ تیری او د افغان ولس د حقه جهاد او مبارزي په وخت کی د خپل هیواد د ملي ګټودساتلو په خاطر او د نړیوالی ټولنی د پراخو مرستو اوسیاسی ملاتړ په اساس دیوی استخباراتی مهمی اداری دمشر په څیر دخپلو کاري اړیکوله مخې پوره منډې ترړې کړی وي ، خودا چی اوس معلومه نه ده چی هغه ولې او څنګه دغه ډول خبرو ته اړ شوی چی دافغانستان دننګیاليو او د ویاړلي جهاد داتلو شخصیتونو لکه د حزب اسلامی دامیر محترم انجنیرګلبدین حکمتیاراو مولوی جلال الدین حقانی په اړه دغسی څرګندونی وکړي .

    دا ډاګیزه ده چی په افغانستان کی د شاهی رژیم په وخت کی د دینی مدرسو کمښت او د ښوونی اوروزنی د ځایو د نشتوالي په اساس دافغانستا ن ځوان کدر پاکستان ته مخه کوله تر څو هلته په مدرسو کی ښوونی او روزني تر سره کړي او بیرته د راستنیدو سره سم دخپل ولس په خدمت کی واقع شی . ان تر دی چی زمونږ ډیر ستر ستر علماء دپاکستان د جوړښت نه مخته د هندوستان مدرسو ته تلل او هلته یی په ډیر زحمت او تکلیف ګاللو دینی علوم زده کول اوبیرته به خپل ټاټوبي ته را ستنیدل ، چی په دی اړه یی ډیره کیو دهند د دیوبند په مشهوره مدرسه کی ښوونه او روزنه تر سره کړی ده . په همدی توګه زمونږ د هیواد ګڼ شمیر نور چی ددولتی ښوونیزو برسونو څخه ګټور کیدل د مصر د ازهر پوهنتون ته دښوونی او روزنی له پاره ورتلل او دهغی ځایه یی دخدمت له پاره سند تر لاسه کوو. مولوی جلال الدین حقانی هم دپکتیا د ولایت اوسیدونکی ، دخپلو دینی علومو د زده کړي له پاره د اکوړه خټک دینی مدرسی ته چی دحقانیه په نامه مشهوره ده ورغلی اودهغه ځایه یی خپلی زده کړی تکمیل کړی او بیا یی دخپل ولس د دینی زده کړو په خاطر په خپل ولایت کی مدرسی جوړی کړی . خو ددغه مجاهد شخصیت علم او پوهه تر ډیرو نورو لوړه او غوره وه . هغه په همغه اوله وهله کی د کمونستانود آند نه په خبریدو سره سم دهغوی په خلاف قیام وکړ . او په افغانستان کی یی د سردارد محمد داودخان په خلاف دکمونستانو دکودتا سمدستی وروسته دپکتیا دمستبلر په غرونو باندی ولکه وکړه .اودا د افغانستان د جهاد یوه ستره تاریخي پیلامه وه .(تفصیل یی زما په خاطراتو کی مه هیروئ )، دهغی وروسته مولوی جلال الدین نه خو خپل ولایت پري ایښی او نه خپل ځای ځیږې . د هجرت په شپو کی یی هملته دخپل ولایت تر څنګ دخپل قوم تر منځ په میرانشاه کی دینی مدرسی جوړی کړی ، شاګردان یی ورزول ، دمجاهدینو خدمت ته یی ور ودانګل او دخپل ژوند تر اخری ورځی پوری یی هم چاته سر ټیټ نه کړ . دهغه مدرسی ، کورونه او....هر څه د پاکستانی واکمنانو له اړخه بمباري شول ، زامن او کوچنیان یی په کی شهیدان شول اود راپورونو له مخی یی همدا اوس هم زامن په پښتني قبایلي سیمه کی د ویري ژوند نه شی کولی ،او اوس د ټولو کړاونو سره سره په خپل هیواد افغانستان کی میشت دي .

    دحزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم هغه وخت دپاکستان قبایلی سیمو ته هجرت وکړ چی په خپل هیواد کی ورته ژوند کول او ازاد ګرزیدل شونی نه وو .( هیله ده چی دهغه دژوند په اړه به د هغه کتاب اسلامی نهضت ته مراجعه وکړئ) ، اوبیا وروسته په طبیعی توګه دپاکستان خاوره دشوروي دزبرځواک د وحشت نه دخوندي پاته کیدو په خاطر د افغانانو له پاره یو ستر پناه ځای وګرځید چی په دی اړه د پاکستان ولس دپوره ممنونیت وړ دې .

    اما دا چی د پاکستان سیاسي او نظامی واکمنانو د افغانانو سره د هغوی دجهاد په پایلو کی څومره خیانت وکړ دا هم د تاریخ هغه تور باب دی چی افغانان به یی هیڅکله هم هیر نه کړی ، دغه ننۍ ناخوالی او دافغانستان غمیزه ټوله د پاکستان د همغه منافقانه سیاسیونو د کړنو پایلی دی چی نن په کی افغان ولس سوزیږی . د نړیوالی ټولنی تر نامه لاندی د افغانستان په اشغال کی چی د وخت حکمران جنرا ل مشرف څومره خیانت د افغانانو سره کړی هغه به هیڅکله هم تاریخ له ياده و نه کاږی .

    که لږ څه شاته ولاړ شو او په ۱۹۹۲ کال کی د ډاکترنجیب الله د رژیم دسقوط تر ځایه خپل فکر و ځغلوو نو هغه وخت او دهغه وخت په لوبو کی چی دپاکستان سیاسیونو کوم منفی اوافغان وژونکې رول لوبولی هغه به هم دافغانستان د پوهانو په زړونو کی یوداغ وی . په هغو وختو کی چی دوی غوښتل د خپلی خوښی جوړکړل شوی یو نظام په افغانانو ور وتپی نو هڅه یی داوه چی شاغلی حکمتیار ورسره موافقه وکړي ، دوی ددی کار له پاره ان د ښاغلی حکمتیار د لوګر په لور د تللو په وخت کی د هغه دنیولو هڅه هم وکړه خو په دی ځکه بریالی نه شول چی حکمتیار هغه وخت پخپله خاوره ، افغانستان، کی ور ننوتی وو .

    • دوهمه برخه

      دوی هغه وخت هم هڅه وکړه چی د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی تر منځ دراتلونکی اتحاد او یووالی مخه ونیسي کوم وخت چی حزب پریکړه وکړه چی دولس د اوسنۍ بدی جنګی وضعی د پای ته رسیدو له پاره دی حزب د زهرو ګوټ تیرکړي او د استاد ربانی او احمدشاه مسعود سره دی یووالی وکړی ترڅو دا جنګ پای ته ورسیږی . هغه وخت دپاکستان یو لوړ پوړی عالی رتبه هیئت د حزب دامیر سره په لغمان کی وکتل او ورڅخه یی وغوښتل چی د جمعیت سره اتحاد و نه کړی خو دحکمتیار ځواب ورته داو چی :دا زما د ګوند پریکړه ده ترڅو مونږ ددی لارې وتوانیږو دخپل ولس دغه غمیزه راکمه کړو، دا جنګونه پای ته ورسوو . ...او زه به همغه څه کوم چی ماته دخپل ولس په خیر ښکاري ......( که څه هم هغه معاهده بیا د احمدشاه مسعود ډلګۍ او د استاد ربانی د بی تصمیمۍ په واسطه عملی نه کړل شوه ....) . زه به په دی اړه دخپلوخاطراتو څخه د یوې خاطرې لنډه برخه دلته را نقل کړم اوپه هغی کی به د پاکستانیانو رول ته لږ څه اشاره وکړم او هغه دا چی :

      «په هیواد کی د یوه غښتلی حکومت او دخپل منځی شخړو دحل له پاره هلی ځلی روانی وی ،هغه حکومت چی په پیښور کی دپاکستان د لمړي وزیر نوازشریف ، دپاکستان د نظامي او استخباراتي چارواکو، د سعودي عربستان د جاسوسي شبکی دمشرانو ، دامریکا او انګلیس د مشورو وروسته ، دحزب اسلامی دمخالفت سره سره، بیا هم په ډیره ناقصه او کرغیړنه توګه جوړ شو نوپه هغې کی یی حضرت صیب صبغت الله مجددی ددوو میاشتو اواستاد برهان الدین ربانی دڅلورو میاشتو له پاره د انتقالی حکومت د جمهورو رئیسانو په توګه وټاکل شول. د نظار دشورا مشر انجنیر احمدشاه مسعود یی د تل له پاره ددفاع وزیر ټاکلی و او حزب اسلامی ته یی په دی شرط د صدارت لمړۍ مقام ورکړی و چی په هغه کی به دګوند مشر ،حکمتیار پخپله برخه نه اخلی . په دی وخت په پاکستان دای ایس ای جنرال ، جاویدناصر،چی پخپله تبلیغی و اوترڅنګ یی له یوی خوا پښتانه بد راتلل اودبلی خوایی داسلامی نظام دقیام سره هیڅ ډ‌ول دلچسپی نه درلوده، ددی حکومت په جوړولو کی ډیر لاس درلود. خو ددی نظام د جوړښت سره حزب اسلامی په کلکه مخالفت کاوه ، ځکه دحزب اسلامی آند داو چی په افغانستان کی ایتلافی حکومتونه چی مشری یی هم د ګوندونو دمشرانوپه غاړه وی دستونزی دحل په ځای نور هم دستونزو د ډیرښت سبب ګرځی .دحزب آند داو چی په افغانستان کی دی لمړۍ یوموقت حکومت جوړکړل شی ، په دی حکومت کی غیرمتنازع فیه عناصر او یا په کی د ګوندونو دمشرانوپه ځای ددی ګوندونو دویمه اودریمه درجه کسان برخه ولری، اوبیادی دهمدی حکومت ترنظارت لاندی ټولټاکنی ترسره شی او هر هغه ګوند چی ډیره کی دباور رای تر لاسه کړي همغه دی حکومت جوړ کړي ، اویا دی دبی طرفه غیرمتنازع فیه وګړو څخه یوحکومت جوړ کړل شي . ښاغلی حکمتیار په دی اړه دحزب اسلامی طرحه داسی وړاندی کوي :
      جهادي ډلي دي په يوه داسي مؤقت حكومت توافق وكړي چي له غير متنازع فيها شخصيتونو نه جوړ شوى وي او ټولو ته د منلو وړ وي، دا شخصيتونه كولى شي احزابو ته منسوب وي خو مشروط پدې چي د نورو په خلاف تعصب ونلري، د دوى د سوابقو، اسلام ته د تعهد او له كمونستانو سره د عدم ملگرتيا په اړه هيڅ ډله پدوى اعتراض ونلري.

      ملېشې چي د كمونست رژيم اصلي جنگي ځواك دى بايد منحل شي او د دوى وسلې دي اردو ته انتقال شي.

      د كابل ښار امنيت دي د پوليسو ځواك ته وسپارلى شي.

      قدرت دي په سوله ايز ډول دې حكومت ته انتقال شي.

      په شپږو مياشتوكي دي عمومي انتخابات تر سره شي.

      له مولوى خالص او استاد سياف نه پرته ټولو ډلو لدې طرحى سره توافق وكړ، د كابينې د غړو لست جوړ شو، كاپى ئې بينن سيوان د ملل متحد د سرمنشي خاص استاځي ته وسپارلى شوه، نجيب له خپلي استعفى او مؤقت حكومت ته د قدرت له انتقال سره توافق وكړ، د كابينې غړي په اسلام آباد كي راغونډ شول، ترڅو له بينن سيوان سره يو ځاى كابل ته ولاړ شي، خو دا پروسه د ببرك پلويانو د كي جى بى په اشاره مختل كړه.»

      خودلته دپردی تر شا یو ستر سازش روان و . همغه دیموکراسي او ټولټاکنی چی پاکستانیانو او امریکایانو دخپلو ستونزو دحل اودخپل ولس څخه دباور د رای د تر لاسه کولو له پاره تری کار اخست ، هغه یی دافغانستان د ولس له پاره د ستونزو حل ځکه نه ګاڼه چی ویره یی درلوده چی په هغه حالت کی به حزب اسلامی د واکمنی ګدۍ په خپلو لاسو کی نیسي .په دی اساس یی د حزب په دی وړاندیز غوږ هم و نه ګراوه . د پاکستان سروزیرنوازشریف د سعودی ،امریکایانواونورو اړوندو کړیو په مشوره دپیښور په ګورنر هاوس کی یوحکومت جوړ کړ چی په هغی کی یی حضرت صبغت الله مجددی ددوومیاشتواو استاد رباني د څلورو میاشتو له پاره دانتقالی دوری مسؤلین و ټاکل خو دوی ته وویل شول چی دحزب اسلامی د شرط سره سم به دشپږو میاشتو په تیریدوسره دټولټاکنو له پاره زمینه برابروي . خو هغه وخت بیا تر اوسه پوری رانه غی . دحضرت صیب مجددی حکومت دخپل دوام له پاره په کمونستانو باندی تکیه وکړه خو دا تکیه هم ډیره اسانه ځکه نه وه چی دنظار دډلی دمشر احمدشاه مسعود او دکمونستانو تر منځه د جبل السراج د تړون له مخی یو ائتلاف منځته راغلی و، دمسعوداوکمونستلانو ترمنځه دغه ایتلاف ددی سبب شو چی له منځه تللی کمونست نظام په خپل ځای پاته شي ، حضرت صیب مجددی چی دیوه ډیر کمزوری نظام مسؤل و او هڅه یی کوله دخپل واک ونظام دټینګښت له پاره لاس و پښی ووهي نو د پخوانی دولت پاته شونی یی خپل ملګري کړل . خو کله چی استادربانی حاکم شو نو بیا یی دهمدی کمونستانو په مټو په واکمنۍ کی دتل پاته کیدو له پاره هلی ځلی پیل کړی . ددوستم ملیشی یی د علومی اوبابه جان دپرچمی ملیشو سره یو ځای فعاله کړی او پخپله دمسعود د نظار دشورا ملیشی هم په دی فعالیت کی تر ټولو ګړندي رول ادا کولو ته تیارې کړې . روسی لیکوال LIAKHOVSKI په خپل کتاب کی لیکي چی «په ۱۹۹۲ کال مسعود خپل کسان د نورو ملیشو سره یو ځای کابل ته را ننویستل اوهغه ورته حکم کړی و چی د حزب اسلامی لښکری دی په نښه کړی اودا د جبل السراج د تړون اصل و» .

      دهمدی جبل السراج د تړون له مخی په کابل کی د کمونستانو ځواکونه بیرته واکمن شوی و ، خودا ځل د مجاهدینو تر نامه لاندی وول . په دوی کی یی جنرال بابه جانه ، جنرال اصف دلاور ، جنرال نبي عظیمی ، جنرال مجید روزي ، جنرال دوستم ...... دا ځل وضعه بدله وه پخوا به د کمونست رژیم په لاسو د حزب اسلامی په نظامی اوسیاسی مرکزونو باندی بمباری کیدی خودا ځل د مجاهد شکله کمونستانو له اړخه دحزب په ټولو هغو سنګرونو باندی چی دهغوی دګذار لاندی و بمباری کیدی اوراکټی پری وریدی . حزب اسلامی به هم په خپل وار دهغوی نظامی سنګرونه تر ګذار لاندی نیول . خو دحزب اسلامي مجاهدینو ته ستونزمنه وه چی دهغوی مراکزو ته زیان ورسوی ځکه دهغوی مراکز دښار اوخلکو دکورونو تر منځ پراته و ،په دی توګه به په طبیعي توګه عام ولس ته زیان ور رسیده . تر څنګ به ډیر وخت د ا حملی اویرغلونه قصدی او حزب د بدنامولو په خاطر تر سره کیده . کمونستو ځواکونو به بمباري کوله ، حملی به یی کولی راکټ به یی ویشتل ، خو کله به چی حزب ځوابي کار وکړ نو دهغوی ټولوتبلیغاتی چینلونو به تبلیغات پیل کړل چی حزب راکټ وروی او کورونو او ولسی خلکو ته زیان ور اړوی . دهغوی دا پلان تر ډیره بریالی ځکه و چی هم یی د ولس په منځ کی ځای درلود اوهم یی تبلیغاتي وسایل په لاسو کی و . خو نه حزب ددی توان درلود چی دهغوی تبلیغاتی وسایل خاموشه کړی او نه دکابل خلکودا جرءت درلود چی هغوی ته ووایی چی زمونږ دکورونو څخه ډزی مه کوئ.

      په هر صورت دغه زړه بوګنونکي جنګ دوام وکړ، روسانو او امریکایانو هم غوښتل دا جنګ و غځیږی او اوږود شي تر څو دخپل منځی جنګونو په لړ کی د مجاهدینو وسایل له منځه ولاړشي او دوی دخپل دغه کار په واسطه بدنام هم شي . ګاونډیانو لکه ایران اوپاکستان هم دی جنګ ته لمن وهله . ایرانیانو غوښتل حزب اسلامی چی هم هغوی ته پښتون دریځه ډله ښکاریده او هم ورته سني سرسخته ډله تر سترګو کیده په سیاسي ډګر کی راکمزوری کړی ،پاکستانیانو خو لا دپخوا څخه د حزب په خلاف خپله تربګني اعلان کړی وه او دای ایس ای مشرد پاکستان د سروزیر نوازشریف سره یو ځای کابل ته دخپل سفر په دوران کی ویلی و چی «.... که چیری حزب اسلامی په کابل واکمن شوی وی نوپاکستان به دخپل فوځ په زور دواکمنۍ څخه لری کړی و» .

      ددی جنګونو څخه هم د ګاونډیانو او هم د بین المللی زبرځواکونو موخی داوی چی له یوه اړخه جهاد او مجاهدین بدنام کړی ، ترڅو په نړۍ کی د جهاد نوم ونه غځیږي ، ترڅنګ یی افغانستان چی د نظامی وسایلو له اړخه د سیمی تر ټولو ځواکمن هیواد و ، د وسلو څخه خلاص کړی . اوټول وسایل دخپل منځی شخړو په منځ کی له منځه یوسی . بل دا چی په افغانستان کی د مجاهدینو په لاسو قوي او ځواکمن نظام جوړ نه شی او...

      پخپله حکمتیار په خپل کتاب ( پټی توطئی اوبربنډی څیری) کی د ګاونډیانودریځ داسی بیانوي :« د گاونډيو دريځ:
      په پاكستان كي د افغانستان په هكله څو نظره وو:

      ځينو په كابل كي د مجاهدينو يو قوي حكومت، هم له سياسي پلوه او هم له اقتصادي پلوه گټور گڼلو، د مركزي آسيا نووو بازارونو ته لار موندل او له هند سره په شخړه كي له خپلي شانه مطمئن كېدل ئې په كابل كي له يوه قوي مركزي حكومت سره مرتبط گڼل.

      ځينو حلقو دا رأيه درلوده چي بايد په كابل كي دولتي قدرت يوه ضعيف غيرپښتون مشر ته وسپارلى شي، يو پياوړى پښتون مشر دوي ته د پښتونستان مسئله راولاړولى شي.

      ځيني بيا داسي دي چي مستقل ملي نظر نلري، په ټولو كورنيو او بهرنيو قضاياوو كي د امريكا نظر مقدس، محترم او واجب التعميل گڼى او د امريكا له پرېكړي نه د مخالفت تصورهم نشي كولي، دغي حلقې هم پدې خاطر د ائتلاف ملاتړ كولو چي امريكا همدا خوښوى او هم پدې خاطر چي گمان ئې كولو پدې سره د هغو كمونستانو خواخوږي جلبولى شي چي د شوروي اتحاد له زواله وروسته، د بلي پناگاه په لټه كي دي.

    • دریمه او وروستنی برخه

      په ايران كي يوه حلقه داسي وه چي په كابل كي ئې يو قوي اسلامي حكومت د دې لپاره د ايران په گټه گڼلو چي پدې سره به د ايران مټ پياوړى شي، افغانستان به د امريكا په اډې نه بدلېږي او له ختيځ لوري به ايران ته هيڅكله گواښ نه متوجه كېږي، دوى د افغانستان قضيې ته د مذهبي او ملي تعصب په ځاى د اسلامي زاويې نه كتل.

      خو په ايران كي يوه حلقه داسي وه چي په كابل كي ئې يو قوي مركزي حكومت، هغه هم د سنيانو او پښتنو تر قيادت لاندي، د ايران د ملي گټو لپاره مفيد نه گڼلو، دې ته ئې ترجيح وركوله چي شيعه، تاجك او نوري پرگنې د پښتنو په خلاف متحد شي او پدې سره يا هغوى ته په واكمني كي په زړه پوري برخه په لاس ورشي او يا لږ ترلږه د يوه ځواكمن حكومت د جوړېدو مخنيوى وشي، د غى ډلي په افغانستان كي د ملي اومذهبي تعصب په اساس، حتى د هغو ډلو ملاتړ كولو چي په غرب پوري كاملاً تړلې دي او تل ئې د امريكا د خوشحالولو لپاره ايران ته بد او رد ويلي!

      همدا راز د خليج په جگړي كي د حزب دريځ چي هم ئې پدې منطقې كي د امريكايي فوځونو ځاى په ځاى كېدل محكومول او هم ئې په عراق حمله غندله له يوې خوا ايران او له بله پلوه سعودى عربستان خوابدى كړي وو.

      ډهلي ته داسي راپورونه وركړي شوي وو چي گواكي، اكثر كشمېرى مجاهدين د حزب له خوا روزل شوي، په كابل كي د حزب اسلامي واكمني او يا په حكومت كي فعاله او مؤثره ونډه، ډهلي ته داسي برېښېده چي پدې سره به په منطقې كي انډول د ډهلي په ضرر تغيير مومي، پدې سربيره په ائتلاف كي د كمونستانو برخه او په ډهلي كي د كمونست حزب د زيات شمېر غړو اوسېدل، د ډهلي واكداران دې ته هڅول چي د كابل له ائتلافي ادارې سره پوره خواخوږي ولري.

      ځيني ښايي داسي گمان وكړي چي دا د حزب اسلامي د ناكام بهرني سياست نتيجه وه چي ندى توانېدلى د گاونډيو يا د منطقې له هېوادونو څخه د كوم يوه ملاتړ ترلاسه كړي، خو هغوى ښايي دې ته متوجه نه وي چي دا د ټولو هغو سياسي احزابو گډ مسير دى چي د خپلواكۍ لار ئې غوره كړې، د خپل هېواد په استقلال او د خپل ولس په آزادۍ او سرلوړۍ باور لري او نه غواړي چي د نورو دگټو لپاره د ده ولس قرباني شي. د دې ذهنيت له خاوندانو نه تپوس كوم چي: زموږ په وړاندي له پرتو دريو لارو څخه د كومي يوې غوره كول، گټور اود اسلامي اصولو مطابق وو:

      له امريكايي كمپ سره ملگرتيا، چي د ظاهرشاه له مسلط كولو نه پرته په بل شي نه راضى كېدل.

      د هغه كمپ ملگرتيا چي د مسكو تر مشرتابه لاندي جوړ شوى او له كمونستانو سره د ائتلافي حكومت غوښتونكى وو.

      خپلواكه او مستقل پاتې كېدل اود خپلواكه پاتې كېدو كړاوونه گالل.

      ښايي د سطحى رأيي خاوندان داسي وگڼى چي دوې لومړنۍ لاري، قدرت ته د رسېدو لنډي او آسانه لاري دي، خو د افغانستان د پېښو بهير ثابته كړه چي دا يو غلط او خطا تصور دى، چا چي دا لار غوره كړي د نورو دگټو لپاره قرباني شوي او په پاى كي له رسوايي او ندامت نه پرته بل څه په لاس ندي ورغلي.

      زه له زړه نه پدې خبري باور لرم چي وروستۍ فتح به د هغه چا په برخه وي چي دريمه لار ئې غوره كړي. چي نتائج هرڅه وي موږ په همدې دريمي لاري د تلو كلك او پوخ عزم كړي. موږ سل ځله د اسلام د حاكميت او د اسلامي امت د سر لوړى لپاره قرباني كېدو ته چمتو يو، هر څه منلى او زغملى شو، خو له الله نه پرته بل بادار او آقا ته سر نشو ټيټولي، له هر چا سره د خپلي عقيدى په چوكات كي پتمنه ملگرتيا كولى شو، خو د هيچا غلامي نه منو. (۱۱۱-۱۱۳ مخونه)

      په دی وخت کی په حزب اسلامی باندی ټولی لاری بندی وی ، په پاکستان کی دبی نظیر حکومت و اوهغه د امریکا تابع اودهمغوی د امر لاندی و او همغه یی کول چی د امریکا د سفارت له خوا به ورته ویل کیده.دپاکستان دعلماو ګوندونه لکه د مولوی فضل الرحمن او مولوی سمیع الحق ګوندونه خولا دپخوا څخه داستاد رباني او مسعودپه چوپړ کی و . هغوی حزب اسلامی دپاکستان دجماعت اسلامی یوه برخه ګڼله او په دی توګه یی ورسره دپاکستان تربګنی کوله په دی اساس به یی د استاد رباني حکومت ته پوره پوره بسپنه را لیږله خو حزب اسلامی یی دلست څخه وتلی و. شونی ده چی هغوی به داګمان هم کاوه چی استاد رباني اوس په حکومت کی دی او واکمنی ورسره ده او دحزب اسلامی سره هیڅ هم نشته نوپه دی خاطر باید د همغوی سره بسپنه وکړی تر څو یی بیرته بدل واخستلای شی ، دبله اړخه هغه هم مولوی صاحب و او دوی هم مولوی صاحبان وو نوپه دی خاطریی علاقه اومینه هغی لوری ته ډیره وه .

      • په کابل کی جګړی روانی وی ، دا جګړی د استاد سیاف د ګوند اتحاد اسلامی او دهزاره ګانودګوند اتحاد تر منځه دهماغه لمړیو شپو څخه پیل شوی وی . په کابل کی د نظار شورا دکمونستو جنرالانو په ملاتړ حاکمیت درلود ،استاد رباني ددی دوری مشرۍ په غاړه درلوده . هغه د مجددی پسی دڅلورومیاشتو له پاره ټاکل شوی و خو پښه یی ټینګه کړی وه او ویل یی چی اوس می نظام لاس ته راغلی بیا خدای خبر. د هری حیلی نه یی کار اخست تر څو نظام اوواکمني یی لږ څه اوږده شي . داستادسیاف او هزاره ګانوګوندونه یی دواړه ددوستم د ګیلم جم د ملیشو او ببرک کارمل دپاته شونو پرچمي کمونستانو سره یو ځای د متلفیینو په کتار کی و . دوی هم حیران و چی داتحاد او وحدت تر منځ د چا ملاتړ وکړي . خوبیا دا ټول ګوندونه د حزب اسلامی په مقابل کی یو و . حزب بیا وروسته څه فعالیتونه وکړل او د هماهنګي شورا دجوړښت په اساس یی دهغوی دا اتحاد ور مات کړ . دی اتحاد ماتیدو افغان ولس په هغه وخت کی د ویش د ډیری ستری ستونزی څخه راوویست. ځکه یوی لوری ته ټول کوچني قومونه ، او ملیتونه و چی په کی تاجک ، ازبک ، ترکمن ، هزاره ګان راتلل او دهغوی دملاتړ له پاره ایران ، هند او روسان لاس په نامه ولاړ و او ددوی په مقابل کی د حزب اسلاامی ګوند چی دی نورو د پښتون او بنسټ پاله په نامه یاداوه او دخپل ولس پرته یی بل ملاتړی نه درلود. که څه هم زما په ګډون یو شمیر خلکو حزب اسلامی په دی اتحاد باندی ډیرملامتاوه خو ددی اتحاد دماتیدو ستره ګټه داوه چی هزاره ګان ، ازبک او پښتانه یی سره بیرته را یوځای کړل . تر څنګ یی د شمال د ټلوالی مجاهد ډوله کمونستی اتحاد چلنج کړاو نظار ملیشی یی پری نښودی چی د تل له پاره په کابل یو اړخیزه واکمنی وکړی . د جبل السراج داتحاد په ماتیدو سره حزب تر یوی اندازی پوری د ډاډ ساه اخسته . ځکه په دی وخت کی حزب د ډول ډول ستونزو سره مخامخ و . دپاکستان حکومت هم د حزب سره داسی تربګنی راخستی وه چی په هره توګه یی غوښتل حزب د صحنی څخه وکاږی . دا یوازی دهغه هیواد دپنجابیانو پالیسی نه وه بلکه هغوی ټولو دامریکا ډول ته نڅا کوله . هغوی د څو اړخه ویری درلودی . د فکر اوعقیدی له اړخه ، دژبی او نسل له اړخه ، د نفوس او اغیز له اړخه .....په دی اساس یی خپلی ټولی لاری په حزب بندی کړی وی . یو علت یی دا هم و چی حزب اسلامی افغانستان د پنجابی نوازشریف په لاسو په پیښور کی د موقت حکومت د جوړښت سره مخالفت وکړ . ځکه حزب ...... په دی اساس یی دحزب لاری وتړلی ، دپيښور ملایانو لکه مولانا سمیع الحق هم د خپل ملایی عصبیت له مخی د نظار دشورا په څنګ کی ولاړ و ..په دی وختو کی په کابل کی د جنګونو د بندیدو له پاره هم په مختلفو خواو کی هلی ځلی روانی وی . کورني هیئتونه هم تلل او راتلل، بین المللی هیئتونه هم را روان و او د ګاونډیو هیواد یو شمیر اغیزمن خلک هم راتلل . په همدی وختو کی دپاکستان د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمیدل ګل هم د استاد ربانی له اړخه کابل ته رابلل شوې و،ویل کیږی چی هغه ته یو وخت داستاد ربانی له اړخه د دفاع د وزارت د پرمخبیولو وړاندیز هم شوې و !!؟، هغه ته په کابل کی په وزیر اکبرخان مینه کی یو ډیره ښه بنګله ورکړل شوی وه ، جنرال حمیدګل به هلته دافغانستان د پخوانیو استخباراو ټول فایلونه د ژباړنکو په کومک د سترګو تیرول . د نجیب د رژیم څخه راپاته دمرمۍ ضد یو بنس هم ورته د احمدشاه مسعود له خوا ډالۍ شوی و . خو کله چی په کابل کی ناامنی زیاته شوه نو جنرال صیب هم دخپلو نورو کارونو تر څنګ دسولی دراوستو په خاطر هلی ځلی پیل کړې . جنرال حمیدګل د جنرال ضیاالحق په وخت کی د ای ایس ای رئیس پاته شوی و اود مجاهدینو د مشرانو سره یی ښی اړیکی درلودی . هغه هم دامریکایانو له اړخه په بنسټ پاله باندی مشهور شوی و . همدا علت و چی د ضیاالحق دمړینی وروسته امریکایانو پرینښود چی د پاکستان د فوځ لوړ پوړی چارواکی و ګرځی او د غلام اسحق خان د جمهوری ریاست په دوران کی یی دخپلی دندی ګوښه ناستی وکړ. جنرال حمیدګل له ماسره هم ډیره ښه پیژندګلوی درلوده ، ځکه چی زه د مجاهدینو داتحاد دخبري اژانس ( افغان خبري اژانس ) رئیس وم اوددی اژانس مصارف ټول د اتحاد له لاری تر سره کیدل خو دپاکستان دغه استخباراتي اداری به زمونږ کارونه سخت کنترولول ..... څرنګه چی جنرال حمیدګل د سیاسی مشرانو اوپه ځانګړی توګه د حکمتیار ، ربانی اوسیاف سره ډیری نژدی اړیکی درلودې او تر څنګ یی د انجنیر احمدشاه مسعود سره هم نژدی دوستی درلوده نو هغه د جنرال ضیاالحق د زوی اعجازالحق او د سعودی د استخباراتي اداری د مشر سره یوځای د مسعود او حکمتیار تر منځ د لیدنی کتنی له پاره اوددی دواړو تر منځ د رانژدی کیدو له پاره زمینه برابره کړه ، ددی لیدنی له پاره یوځای هم و ټاکل شو . دا ځآی دکابل په شرقی برخه کی د شینکۍ په نامه یادیده. د لیدنی ورځ اوساعت هم و ټاکل شو ، دلیدنی په ورځ ددواړو لورو څخه دامنیت کسان کیناستل ، دلیدنی له پاره ټول تدبیرونه و نیول شول ،خیمه خښه کړل شوه ، ددواړو لوری امینت په ګډه تآمینیده . په لمړیو کی بی باوری زیاته وه ، سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي و خو کله چی لیدنه پیل شوه ، ټول امینتي کسان دخپلو ځایو څخه را ښکته شول اوپه خپلو منځو کی یی سره خبری اتری پیل کړی ، دحکمتیار اومسعود تر منځه دغه لیدنه ان دمازدیګر تر لمانځه پوری روانه وه ، دلمونځونو امامت حکمتیار کاوه ، په دی غونډه کی زه هم ورګډ وم ، دحزب وړاندیز دا و چی ملیشی باید دکابل څخه ووزی ، دملیشو څخه دحزب مقصد د جنرال دوستم دګلیم جم ملیشو په ګډون دکمونست نظام څخه راپاته ټول ځواکونه و . خومسعود ویل چی دا زما لښکری دی ........»

      په هرصورت دا دهغه وخت یوه کوچنۍ لنډه خاطره ده. اما اوس وخت ډیر بدلون موندلی . په افغانستان کی واکمنان بدل دي ، حاکمان یی بدل دي ، د خلکو آند بدل دې ،دپاکستان ددوه ګوني پالیسیو په اړه اوس دافغان ولس ځوانان ټول ښه پوهیږي . که هغه وخت پاکستان دافغانستان مجاهدین تر شا په چاقو نه وی وهلی ، دافغان ولس سره یی د یوه منتخب نظام په راوستلو کی بسپنه او همکاري کړې وې ، دخپلی خوښی دحکومتونو د ازمیښت په ځای یی زمونږ د ولس دخوښی په لور دمراجعی له پاره لارې پرانستی وای ، اوپه هغه سخت وخت کی یی دافغان ولس دخپل منځی اور بلولو په ځای دخلکو د رایی او انتخاب درنښت کړی وای، او زمونږ د اردو د له منځه وړلو په ځای او په خپل دغه کرغیړن کار باندی د فخر اوویاړ په ځای یی زمونږ د ادارو په جوړښت کی لاس کړې وای نو نن به افغان ولس دهغوی د ښګیڼو قرضدار وی . اما پاکستان زمونږ د ولس سره دښمني وکړه او همغه څه یی وکړل چی اوس ورسره مخ دې ،دپښتو مشهورمتل دی چی« څه کرې هغه به ریبې » پاکستان اوپاکستانی سیاست پوهانو چی څه کرلي هغه ریبي .افغان ولس داسی ولس دی چی هرچا ورسره ظلم اوتیری کړی هغه الله تعالی پخپله دظلم او تیري سره مخ کړی . هغه که انګلیس و ،برخلیک یی معلوم دې ، هغه که روسان وو امپراطورۍ پسی ولاړه ،هغه که اوسنی دامریکایانو تر سترګو لاندی بین المللی فوځونه دی دخپل برخلیک منتظر دي ، او هغه که د پاکستان او ایران دوه ګوني پالیسئ دي دهغوی پایلی هم دادی را څرګندیږی . نو که چیری متقاعد جنرال حمیدګل غواړی د مولوی جلال الدین حقانی اوښاغلي حکمتیار په اړه دا ډول تبلیغات وکړی او ددی نه یی مقصد داوي چی خپل ولس په دی قانع کړي چی تر اوسه یی په افغانستان کی خواخوږي شته اویا په ډاګیزه توګه نړیوالو ته وښیي چی دافغان ولس ستر شخیصتونه یی مخالف نه دی نو ښه به داوی چی جنرال صیب دخپل هیواد پالیسي جوړونکو ادارو په پالیسیو کی ورننوځی او د افغان ولس سره ددوستۍ له پاره همغه لاره خپله کړی چی دهغی په واسطه پاکستان خپله دوه مخه پالیسی پریږدی اویوه لاره خپله کړي . داسی لار چی نه یواځی په افغانستان کې بلکه په ټوله سیمه کی دسولی اوثبات له پاره مثمره ثابته شي . او هغه لار دافغان ولس ازادۍ ،استقلال او ځنکمنۍ بشپړتیاته درنښت دي.

  • cheqadar khasta kon ast, takrare mokarraraat

    ok

  • محترم حکمتیار دخپلو علمي لیکنو او سیاسي تحلیلونو او ځان ځارونکي دریځ له مخی اوس دیوه ستر مفکر ،ستر عالم او یوه ستر غورزنګ او تحریک حیثیت خپل کړې ، چی د قران کریم دتفسیر ، دبخاري دتفسیر او دبایبل دقران له نظره د سترو سترو تحلیلي اوعلمي څیړنو نه اخوا یی دلیکنو شمیره نژدی ۱۲۰ کتابونو ته رسیږي چی ډیرکي بریښنان پاڼي یی په خپلو غیږو کی لري .

    • قریب الرحمان خانه وروره!

      کسانی که تره کی بابا را نابغه شرق قلمداد میکردند کار را بجای رسانیده بودند که خود کتاب نوشته کرده و بنام تره کی خان چاپ و نشر میکردند !!!
      براسی شما غلجایی ها گلبدین رهبر پیشوا عالم ارکانحرب دیپلومات محدث ..... بت پرستی از این بیشتر نخواهد بود .

      مشک انست که خود بوئید نه عطار گوید . گاوه شیری از برج پستانش معلوم است...

      این عالم تان گفته بود که اوغانستان را صوبه پنجم فاکستان میسازد !!!! این ارکانحرب تان یکجا با حمید گل در جنگ جلال اباد رو سیاه و شرمنده شد ....

    • sar gozasht nangen Golo ke bechra ra az hrbe shonzay ekhraj kardan ba kole Aowghanistan malom as che pof ash ra me kone to jambore madare Baedorahman Qareboshaytan

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس